کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له ازبکستان څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي

30 سرطان 1403 ساعت 11:38

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې له ازبکستان څخه د افغانستان د هایدرو کاربن او جامدو کانونو په استخراج او پروسس کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ازبکستان د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال سره وکتل. 

د کانونو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او په هېواد کې د کانونو د صادراتو او پروسس په اړه خبرې وکړې.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې کتنه کې ښاغلي بدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مطالعاتو او د کانونو د څيړنې په برخه کې د لاسليک شويو موافقه ليکونو په عملي کولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې ازبکستاني پانګه وال کولاى شي په افغانستان کې د هايدروکاربن او جامدو کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

د کانونو وزارت سرپرست زیاتوي چې په دې کتنه کې ازبکستاني پلاوي د افغانستان د اوسپنې او هایدروکاربن په کانونو کې د کانونو د مطالعاتو او پانګونې په برخه کې خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخو کې به عملي کارونه پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د ازبکستان پلاوي د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په افغانستان کې د ازبک پانګوالو لپاره د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې وې.


د مطلب کود: 293785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293785/افغانستان-له-ازبکستان-څخه-وغوښتل-چې-د-دغه-هېواد-کانونو-په-استخراج-کې-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com