دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 293586
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۶۶۴ تنو ته ورسېد
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۶۶۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د صنایعو وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۸۶۶۴ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۸۹۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
 
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۸۰ کسان شهیدان او ۲۱۶ نور ژوبل شول.
 
په همدې حال کې په وروستي ستر جنایت کې چې دوه ورځې وړاندې د خان یونس په ښار کې د بمبارۍ له امله تر ۴۵۰ زیات کسان شهیدان او ټپیان شول.
https://avapress.com/vdcivparqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته