کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نشه يي توکو ۱۱۳ روږدي کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

30 سرطان 1403 ساعت 12:30

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په نشه یي توکو ۱۱۳ تنه اخته ناروغان روغ شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او ۱۵۲ تنه نور د درملنې په موخه د امید کمپ دوه زره بستریز مرستندویه مرکز ته لیږدول شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۱۱۳ تنه په نشه يي توکو اخته کسان له درملنې وروسته رخصت شوي او ۱۵۲ تنه نور د درملنې په موخه ۲۰۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د يادو ١١٣ تنو په نشه يي توکو اخته ناروغان د مسوولې کمېټې له خوا تر درملنې وروسته د هغوى کورنيو ته سپارلي دي.

دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په کابل او ولايتونو کې ١٥٢ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې په کابل کې د امید کمپ دوه زره بستريز مرکز ته ليږدول.

بايد يادونه وشي چې سرپرست حکومت په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او توليد د مخنيوي په برخه کې په برياليتوب سره عمل کړى او د دوحې په درېيمه ناسته کې يې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د بديل پلان له مخې ورسره همکاري وکړي. 


د مطلب کود: 293788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293788/په-نشه-يي-توکو-۱۱۳-روږدي-کسان-تر-درملنې-وروسته-خپلو-کورنیو-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.com