افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي د دوشنبې په ورځ د روغتیا د نړیوال سازمان له عمومي مدیر ډاکټر ټیډروس سره وکتل. په افغانستان کې د ساري ناروغیو د کنټرول، د پولیو د له منځه وړلو، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو په اړه غونډه او بحثونه وشول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د نړیوالو بنسټونو مسوولینو د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیا په برخه کې د دوامدارو همکاریو په اړه خپلې ژمنې اعلان کړې او د عامې روغتیا وزارت د کورنیو بودیجې تر څنګ د دغه وزارت بودجه هم ځانګړې کړې ده. په نړیواله کچه د روغتیایی خدماتو د معیاري کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي ترڅو په ټول هیواد کې د ټولو اتباعو لپاره غوره معیاري او عادلانه روغتیایی خدمات وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم هم په خپل اکاونټ کې تایید کړې چې د روانې اونۍ په پیل کې یې د افغانستان د روغتیا له وزیر نورجلال جلالي سره په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. .
هغه اعلان وکړ چې د پوليو د کنټرول په برخه کې د زياتو اقداماتو په اړه يې د افغانستان د روغتيا له وزير سره هم خبرې کړې دي او ټينګار يې وکړ: د روغتيا نړيوال سازمان به د افغانستان له خلکو په تېره بيا له ښځو او ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي څو د هغوى روغتيايي اړتياوې پوره شي.
اډانوم څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له پلاوي سره یې تعلیمي او کاري فرصتونو ته د افغان ښځو د لاسرسي په اړه خبرې کړي دي.