افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه، د اسد ۱) خپره شوه، راغلي چې په یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه څه باندې درې زره افغان کډوال ایستل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راستانه شوي کډوال د مرستې ترلاسه کولو په موخه له نوم لیکنې وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې د طرزالعمل له مخې اسلامي امارت هرې کورنۍ ته په پولو کې د مرستې زمینه هم برابره کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت هره ورځ له ایران او پاکستان څخه هیواد ته د زرګونو افغان مهاجرینو د شړلو خبر ورکوي.