د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستان او ایران څخه ۷۴۳۷ تنه افغان کډوال د اکتوبر په دوهمه نیټه د تورخم او اسلام کلا له پولو څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د ترکیې له سفارت سره په کتنه کې وویل چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په خاطر باید یو میکانیزم او کړنلاره جوړه شي چې باید د تفاهم له مخې چمتو او وکارول شي.