افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ کال د قوس د میاشتې له ۱۵ نیټې څخه به په دې ادارې کې د سټیکر لرونکي پاسپورتونه د ویزې ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه وي.
د یادولو وړ ده چې "په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د قانوني کړنلارې له مخې افغانانو ته ویزې ورکوي".
د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې پر سټيکر لګول شوي پاسپورټونه د ويزې د ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه دي.
په عین حال کښې د هیواد یوشمیر اتباعو چې د پاسپورټونو موده یې ختمه شوې ده د ګڼې ګوڼې او د خپلو پاسپورټونو د ناوخته رسیدو له امله په بهر کښې په تیره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول په ګاونډیو هیوادونو کښې د هیواد په سیاسی ماموریتونو کښې خپل پاسپورټونه تمدید کړی دی.