دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 301280
د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا هوايي برید
سیمه ییزو سرچینو نن سهار (سه شنبه) د سوریې په شمال ختیځ کې پر لویدیځ الشدادي باندې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ایتلاف د برید خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ ایتلاف الوتکو د سه شنبې په سهار د سوریې په شمال ختیځ باندې برید کړی دی.
عراقي رسنۍ "صابرین نیوز" په دې اړه خبر ورکړی: "د امریکا د اشغالګرو الوتکو د الشدادي په لویدیځ کې برید وکړ".
یو ساعت مخکې «المیادین» شبکې د الحسکه ولایت په جنوب کې د الشدادي په سیمه کې د امریکایي اشغالګرو عسکرو په قرارګاه د توغندیز برید خبر ورکړ.
المیادین د یوې ساحوي سرچینې له قوله ویلي، چې پر الشدادي اډه برید په داسې حال کې شوی، چې په دغه اډه کې د شپې پوځي تمرینونه روان وو.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د الشدادي په اډه د ۵ توغندیو له توغولو وروسته له دننه څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
https://avapress.net/vdcjovetyuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته