دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 301295
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان لپاره د چین له استازي سره په کتنه کې:

د اسلامي امارت تګلاره متقابلې همکارۍ او اقتصاد ته درناوي ده

د اسلامي امارت تګلاره متقابلې همکارۍ او اقتصاد ته درناوي ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت لومړي مرستیال د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي متقابلو او اقتصادي همکاریو ته درناوی ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي ییوشیایو یونگ سره وکتل. 

په دغه کتنه کې ښاغلي یونگ د افغانستان په ټولیز امنیت خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د امکان تر حده د دغه هېواد د ګڼو اتباعو امنیت تامین کړی دی.

مولوي محمد نبي عمري د افغانستان له خلکو سره د چین د اوږدمهاله همکاریو قدرداني وکړه او ویې ویل: د اسلامي امارت پالیسي د متقابل احترام او همکارۍ او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده او د افغانستان اسلامي امارت به ورته ژمن وي. 

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د چین ځانګړي استازي د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
https://avapress.net/vdcf1ydmtw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته