افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست ذ سراج الدین حقانی هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی نوراحمد اسلام جار او له پوځی او ملکی چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د هرات د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزیر د هرات له والي، امنیه قوماندان او ورسره مل پلاوي سره د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر او د هرات د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.