کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات ولایت ته د کورنیو چارو وزیر سفر

6 قوس 1403 ساعت 9:45

نن دوشنبه (۵ قوس) د کورنیو چارو وزیر هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي او ملکي او نظامي مسوولینو سره وکتل.


آوا: د کورنیو چارو وزارت سرپرست ذ سراج الدین حقانی هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی نوراحمد اسلام جار او له پوځی او ملکی چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د هرات د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزیر د هرات له والي، امنیه قوماندان او ورسره مل پلاوي سره د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر او د هرات د سیمه ییزو چارواکو ترمنځ د خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.


د مطلب کود: 301271

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301271/هرات-ولایت-ته-د-کورنیو-چارو-وزیر-سفر

آوا
  https://www.avapress.net