دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 301273
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۳۵ تنو ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر نن ورځې پورې په دغه سیمه د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۳۵ تنو او د زخمیانو شمیر ۱۰۴ زره او ۶۳۸ کسان اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د المیادین د راپور له مخې، د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په دغه تړانګه باندې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کښې د شهیدانو شمیره اووښتی ده. تر ۲۰۲۳ کال پورې ۴۴۲۳۵ تنه شهیدان او د ټپیانو شمېر ۱۰۴۶۳۸ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه کښې د ډله ایزې وژنې دوه جنایتونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۲۴ کسان شهیدان او ۷۱ نور ژوبل شول.
د غزې په تړانګه کې د روغتیايي چارواکو په وینا د یو شمیر شهیدانو جسدونه لا هم په کوڅو کې پراته دي او د نیواکګرو د پرله پسې بریدونو او په ځانګړې توګه په شمال کې د ټپیانو سره مرسته نه شي کولای. 
دغه احصایه په داسې حال کښې راځی چې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګې کښې په وروستۍ جنایت کښې د جبالیه په بمبارۍ کښې پنځه فلسطینیان شهیدان کړل.
https://avapress.net/vdcbz8bffrhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته