افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن سه شنبه (د قوس ۶مه) په ایکس پاڼه کې یو مطلب خپور کړی او لیکلی یې دی چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره وکتل.
تکل وايي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه.
مولوي امیرخان متقي د خپل ماموریت په موده کې د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر هڅې وستایلې.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې کار وکړي.
باید وویل شي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه فرمان پر اساس، د دغه وزارت د قونسلګرۍ پخوانی مرستیال علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نمایندګۍ د دفتر د نوي رییس په توګه معرفي شو.
له دې بدلون سره په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه د ښاغلي کاظمي قمي ماموریت پای ته ورسېد، خو د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه د هغه فعالیتونه لا هم دوام لري.