کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۳۵ تنو ته لوړ شو

6 قوس 1403 ساعت 9:50

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه تر نن ورځې پورې په دغه سیمه د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۴۴ زره ۲۳۵ تنو او د زخمیانو شمیر ۱۰۴ زره او ۶۳۸ کسان اعلان کړه.


آوا: د المیادین د راپور له مخې، د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په دغه تړانګه باندې د صهیونیسټ رژیم د یرغل له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کښې د شهیدانو شمیره اووښتی ده. تر ۲۰۲۳ کال پورې ۴۴۲۳۵ تنه شهیدان او د ټپیانو شمېر ۱۰۴۶۳۸ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت د راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګه کښې د ډله ایزې وژنې دوه جنایتونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې ۲۴ کسان شهیدان او ۷۱ نور ژوبل شول.
د غزې په تړانګه کې د روغتیايي چارواکو په وینا د یو شمیر شهیدانو جسدونه لا هم په کوڅو کې پراته دي او د نیواکګرو د پرله پسې بریدونو او په ځانګړې توګه په شمال کې د ټپیانو سره مرسته نه شي کولای. 
دغه احصایه په داسې حال کښې راځی چې صهیونیسټ رژیم د غزې په تړانګې کښې په وروستۍ جنایت کښې د جبالیه په بمبارۍ کښې پنځه فلسطینیان شهیدان کړل.


د مطلب کود: 301273

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301273/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۴-زره-۲۳۵-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.net