کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا هوايي برید

6 قوس 1403 ساعت 10:32

سیمه ییزو سرچینو نن سهار (سه شنبه) د سوریې په شمال ختیځ کې پر لویدیځ الشدادي باندې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ایتلاف د برید خبر ورکړ.


آوا: سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ ایتلاف الوتکو د سه شنبې په سهار د سوریې په شمال ختیځ باندې برید کړی دی.
عراقي رسنۍ "صابرین نیوز" په دې اړه خبر ورکړی: "د امریکا د اشغالګرو الوتکو د الشدادي په لویدیځ کې برید وکړ".
یو ساعت مخکې «المیادین» شبکې د الحسکه ولایت په جنوب کې د الشدادي په سیمه کې د امریکایي اشغالګرو عسکرو په قرارګاه د توغندیز برید خبر ورکړ.
المیادین د یوې ساحوي سرچینې له قوله ویلي، چې پر الشدادي اډه برید په داسې حال کې شوی، چې په دغه اډه کې د شپې پوځي تمرینونه روان وو.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د الشدادي په اډه د ۵ توغندیو له توغولو وروسته له دننه څخه د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.


د مطلب کود: 301280

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301280/د-سوریې-په-شمال-ختیځ-کې-امریکا-هوايي-برید

آوا
  https://www.avapress.net