کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سفارت: د قوس د ۱۵مې څخه سټیکر لرونکي پاسپورټونه به د ویزې ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه وي

6 قوس 1403 ساعت 9:39

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د سټیکر لرونکي پاسپورټونه به د 1403 کال د قوس د میاشتې له 15 نیټې څخه د ویزې ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه وي.


آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ۱۴۰۳ کال د قوس د میاشتې له ۱۵ نیټې څخه به په دې ادارې کې د سټیکر لرونکي پاسپورتونه د ویزې ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه وي. 
د یادولو وړ ده چې "په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د قانوني کړنلارې له مخې افغانانو ته ویزې ورکوي".
د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي وو، چې پر سټيکر لګول شوي پاسپورټونه د ويزې د ورکولو لپاره د اعتبار وړ نه دي.
په عین حال کښې د هیواد یوشمیر اتباعو چې د پاسپورټونو موده یې ختمه شوې ده د ګڼې ګوڼې او د خپلو پاسپورټونو د ناوخته رسیدو له امله په بهر کښې په تیره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت په شمول په ګاونډیو هیوادونو کښې د هیواد په سیاسی ماموریتونو کښې خپل پاسپورټونه تمدید کړی دی.


د مطلب کود: 301266

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301266/د-ایران-سفارت-قوس-۱۵مې-څخه-سټیکر-لرونکي-پاسپورټونه-ویزې-ورکولو-لپاره-اعتبار-وړ-نه-وي

آوا
  https://www.avapress.net