افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر ۳۸ زره او ۹۸۳ تنو ته رسیدلی دی او د ټپیانو شمېر ۸۹ زره ۷۲۷ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې صهیونیسټی نیواکګرو د ډله ایزې وژنې څلور نور جنایتونه ترسره کړې چې په نتیجه کښې یې ۶۴ کسان شهیدان او ۱۰۵ نور ژوبل شوې.
باید وویل شي چې زرګونه شهیدان لا هم تر خاورو لاندې دي.