دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 293956
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سختو بادونو احتمال اعلان کړی او ویلي یې دي چې په دې احتمال کې د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه هم شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سختو بادونو د احتمال په اړه خبر ورکړی دی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، نن (دوشنبه، د اسد لومړۍ نیټه) په بدخشان، ننګرهار، نورستان، پروان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پنجشير او کاپيسا ولايتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيل راهيسې په هېواد کې د پرله پسې اورښتونو له امله هېوادوالو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
https://avapress.com/vdcjite8muqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته