کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی

1 اسد 1403 ساعت 14:22

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سختو بادونو احتمال اعلان کړی او ویلي یې دي چې په دې احتمال کې د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه هم شامل دي.


آوا - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سختو بادونو د احتمال په اړه خبر ورکړی دی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، نن (دوشنبه، د اسد لومړۍ نیټه) په بدخشان، ننګرهار، نورستان، پروان، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پنجشير او کاپيسا ولايتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيل راهيسې په هېواد کې د پرله پسې اورښتونو له امله هېوادوالو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.


د مطلب کود: 293956

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293956/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۱۲-ولایتونو-کې-سختو-اورښتونو-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com