افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تیر کال په پرتله د دغه ولایت د زردالو په حاصلاتو کې ۶،۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د وړاندې شويو شمېرو له مخې، سږ کال د لوګر له باغونو څخه درې زره نهه سوه او اويا ټنه زردالو ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېره درې زره اته سوه او اويا ټنه وه.
د لوګر د کرنې رييس په دغه ولايت کې د زردالو د حاصلاتو د زياتوالي اصلي لامل د کرنې د ساحې پراخوالى او د نباتاتو له آفاتو سره مبارزه ياده کړه.
د يادونې وړ ده، چې د لوګر تر ټولو زيات توليد شوي زردالو د هېواد په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.