افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، اسد ۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت له کنسرن موسسۍ سره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو. .
د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د یاد هوکړه لیک له مخې به یادې ادارې له پورتنیو پیسو څخه په تخار او کندز ولایتونو کې له یو زرو او ۱۰۰ راستنېدونکو کورنیو سره د نغدي مرستو په برخه کې کار واخلي.
دغه تفاهم ليک د مهاجرينو د چارو وزارت د مسلکي معين او د يادې ادارې د استازي مولوي عبدالرحمن راشد له خوا لاسليک شو.