کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او یوه مرستندویه بنسټ تر منځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

1 اسد 1403 ساعت 13:50

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او یوې مرستندویه موسسې تر منځ د دوه سوه زره ډالرو په ارزښت د بیځایه شویو کډوالو د مرستې په موخه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، اسد ۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت له کنسرن موسسۍ سره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شو. .

د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د یاد هوکړه لیک له مخې به یادې ادارې له پورتنیو پیسو څخه په تخار او کندز ولایتونو کې له یو زرو او ۱۰۰ راستنېدونکو کورنیو سره د نغدي مرستو په برخه کې کار واخلي.

دغه تفاهم ليک د مهاجرينو د چارو وزارت د مسلکي معين او د يادې ادارې د استازي مولوي عبدالرحمن راشد له خوا لاسليک شو.


د مطلب کود: 293953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293953/د-کډوالو-او-راستنیدونکو-چارو-وزارت-یوه-مرستندویه-بنسټ-تر-منځ-همکارۍ-تفاهم-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com