افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړیوالو سازمانونو او د سیمې له نفوذ لرونکو هیوادونو غوښتي چې په غزه او سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹مه په تل ابیب کې د یمن د انصارالله د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته، د اسراییلو جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د جولای په ۲۰ مه د الحدیده په بندر کې د تیلو او ګازو تاسیسات په نښه کړل.