دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 293933
د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماینونو د چاودنې له امله ۲۹۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د ماین د چاودنې له امله د ۲۹۲ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د ۲۹۲ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. 

د اوچا د دفتر د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي، چې ۵۰ سلنه یې د لوبو پرمهال وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې څه باندې ۴۴ زره ملکي افغانان د ځمکنيو ماينونو د چاودنو قرباني شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) د ماينونو د خطر د پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت افغانستان د نړۍ يو له ککړو هیوادونو څخه بللې دي.

د دې پر بنسټ دغه سازمان د تېر کال په پای کې اعلان وکړ چې په پام کې لري په افغانستان کې ۳،۶ میلیونه کسانو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکړي.
https://avapress.com/vdcexx8wxjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته