کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماینونو د چاودنې له امله ۲۹۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 اسد 1403 ساعت 11:17

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د ماین د چاودنې له امله د ۲۹۲ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د ۲۹۲ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. 

د اوچا د دفتر د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي، چې ۵۰ سلنه یې د لوبو پرمهال وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې څه باندې ۴۴ زره ملکي افغانان د ځمکنيو ماينونو د چاودنو قرباني شوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) د ماينونو د خطر د پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت افغانستان د نړۍ يو له ککړو هیوادونو څخه بللې دي.

د دې پر بنسټ دغه سازمان د تېر کال په پای کې اعلان وکړ چې په پام کې لري په افغانستان کې ۳،۶ میلیونه کسانو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه ورکړي.


د مطلب کود: 293933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293933/د-۲۰۲۴-میلادي-کال-په-لومړیو-شپږو-میاشتو-کې-ماینونو-چاودنې-له-امله-۲۹۲-ملکي-وګړو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com