دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 293942
د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۵۰ زره بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د پنجشیر له منظرو څخه لیدنه کړې
د پنجشېر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې پنځوس زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له تاريخي او طبيعي سيمو څخه ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پنځوس زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته د تاریخي ځایونو د لیدو لپاره سفر کړی دی. 

د دوی په وینا، په دې وروستیو کې یو استرالیایي ګرځندوی له خپل موټرسایکل سره پنجشیر ولایت ته راغلی او ویلي یې دي چې غواړي د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د هېواد شنو ولايتونو ته د بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ زيات شوى او بهرني سيلانيان له افغان حکومت څخه د زياتو اسانتياوو غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdceex8wwjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته