کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۵۰ زره بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د پنجشیر له منظرو څخه لیدنه کړې

1 اسد 1403 ساعت 13:07

د پنجشېر ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې پنځوس زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له تاريخي او طبيعي سيمو څخه ليدنه کړې ده.


آوا - کابل: د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پنځوس زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته د تاریخي ځایونو د لیدو لپاره سفر کړی دی. 

د دوی په وینا، په دې وروستیو کې یو استرالیایي ګرځندوی له خپل موټرسایکل سره پنجشیر ولایت ته راغلی او ویلي یې دي چې غواړي د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره د هېواد شنو ولايتونو ته د بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ زيات شوى او بهرني سيلانيان له افغان حکومت څخه د زياتو اسانتياوو غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 293942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293942/د-روان-کال-په-لومړیو-څلورو-میاشتو-کې-۵۰-زره-بهرنیو-او-کورنیو-سیلانیانو-پنجشیر-له-منظرو-څخه-لیدنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com