دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 293952
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۴.۶ درجې زلزلې ولړزاوه
د امريکا د جيولوجي مرکز اعلان کړى، چې نن (دوشنبه، د اسد ۱) له غرمې مخکې د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په ختيځ کې د رېښتر په کچه د ٤،٦ درجې زلزله شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه راپور له مخې، دغه زلزله د ځمکۍ په ۲۰۶ کیلومتري کې ثبت شوې ده.

تر اوسه د دغې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د طبيعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو پېښې زياتې شوې او خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdcftmd00w6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته