د امريکا د جيولوجي مرکز اعلان کړى، چې نن (دوشنبه، د اسد ۱) له غرمې مخکې د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په ختيځ کې د رېښتر په کچه د ٤،٦ درجې زلزله شوې ده.
د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه د ۴.۶ درجې زلزلې ولړزاوه
1 اسد 1403 ساعت 13:47
د امريکا د جيولوجي مرکز اعلان کړى، چې نن (دوشنبه، د اسد ۱) له غرمې مخکې د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په ختيځ کې د رېښتر په کچه د ٤،٦ درجې زلزله شوې ده.
آوا - کابل: د دغه راپور له مخې، دغه زلزله د ځمکۍ په ۲۰۶ کیلومتري کې ثبت شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د طبيعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو پېښې زياتې شوې او خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 293952