افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د افغان جرمن باختر شرکت او د روسیې د انستیتوت له مسوولینو سره وکتل او د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لور بند د پروژې د تطبیق په برخه کې بحث او نظرونه تبادله کړل.
د ياد شوي شرکت مسوولينو د دغې پروژې د سروې، تخنيکي مطالعاتو او ډيزاين د پيلولو لپاره چمتووالى وښود.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د ياد شوي شرکت د هرکلي په ترڅ کې وويل، چې د دواړو خواوو ترمنځ دې د همکارۍ تفاهم ليک ژر تر ژره لاسليک شي او عملي چارې ېي پيل شي.