کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوه روسي شرکت لخوا د کندهار د لور بند په پروژه کې پر پانګونې د انرژۍ او اوبو وزارت ټینګار

1 اسد 1403 ساعت 9:38

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د روسیې د انرژۍ او اوبو د انستیتوت له مسوولینو سره په کتنه کې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لور بند د پروژې د تطبیق په برخه کې د دغه شرکت پر پانګونې ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د افغان جرمن باختر شرکت او د روسیې د انستیتوت له مسوولینو سره وکتل او د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د لور بند د پروژې د تطبیق په برخه کې بحث او نظرونه تبادله کړل.

د ياد شوي شرکت مسوولينو د دغې پروژې د سروې، تخنيکي مطالعاتو او ډيزاين د پيلولو لپاره چمتووالى وښود.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د ياد شوي شرکت د هرکلي په ترڅ کې وويل، چې د دواړو خواوو ترمنځ دې د همکارۍ تفاهم ليک ژر تر ژره لاسليک شي او عملي چارې ېي پيل شي.


د مطلب کود: 293916

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293916/د-یوه-روسي-شرکت-لخوا-کندهار-لور-بند-په-پروژه-کې-پر-پانګونې-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.com