افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د پلان او پراختیا آمر صدرالدین تاجک د ترکیې د تیکا موسسۍ له رئیس فضل اکین اردوغان سره په ښار کې د هواېي پلونو د ډیزاین په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مرستیال وویل، د ټیکا انسټیټیوټ د هواېي پلونو د ډیزاین او هغه پوړ چې په پلان کې شامل دی، همکاري ته اړتیا لري.
د تكا د دفتر رئيس ژمنه وكړه، چې د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د كابل ښاروالۍ د ښاري تاسيساتو په جوړولو كې به همكاري وكړي.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې د پلازمېنې په بېلا بېلو برخو کې د پلونو جوړول پيل کړي.