دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ اسد ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 293977
اوچا: په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان د ماینونو قرباني شوي دي
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو له امله ۱۴۰۱ کسان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې د دغو توکو او د جګړې د پاتې شونو د چاودنې له امله ۱۴۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دی.

په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ټول هېواد کې هره میاشت د چاودېدونکو توکو له امله ۱۱۰ کسان وژل کېږي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې تېر کال د دغو قربانیانو ۸۹ سلنه ماشومان وو.

په دغه راپور کې راغلي چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵ زره کسان د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاتې شونو قرباني شوي دي.

دغه سازمان وايي چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې دفتر په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی.

اوچا وايي، که په هېواد کې د ماین پاکۍ چارې تمویل نه شي، په افغانستان کې به د ۳،۴ میلیونه وګړو ژوند له خطر سره مخ شي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ځمکنیو ماینونو او د جګړې له پاتې شونو ناچاودو توکو ډک دی، چې په دغه هېواد کې د بیارغونې او ثبات د پام وړ خنډ ګرځي.

د اوچا په راپور کې دا هم راغلي چې په ټول افغانستان کې ۱.۲ میلیونه مربع متره ځمکه د ځمکنیو ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې له پاتې شونو ککړه شوې ده.

اوچا وويل، چې د افغانستان په ککړو ځمکو کې ٢٦٢ ولسوالۍ شاملې دي، چې تعليمي ادارو او د اوبو سرچينو ته نږدې سيمې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو پیښو یو مهم عامل په افغانستان کې له کورنیو څخه د پیسو ګټلو په موخه د فلزي ټوکرونو راټولول ګڼي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د دغو پېښو ۸۸ سلنه په تېر کال کې له جګړو څخه د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
https://avapress.com/vdccm1qim2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته