په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو له امله ۱۴۰۱ کسان وژل شوي دي.
اوچا: په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان د ماینونو قرباني شوي دي
2 اسد 1403 ساعت 9:12
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو له امله ۱۴۰۱ کسان وژل شوي دي.
آوا - کابل: د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې د دغو توکو او د جګړې د پاتې شونو د چاودنې له امله ۱۴۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دی.
په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ټول هېواد کې هره میاشت د چاودېدونکو توکو له امله ۱۱۰ کسان وژل کېږي.
اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې تېر کال د دغو قربانیانو ۸۹ سلنه ماشومان وو.
په دغه راپور کې راغلي چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې ۴۵ زره کسان د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاتې شونو قرباني شوي دي.
دغه سازمان وايي چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې دفتر په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی.
اوچا وايي، که په هېواد کې د ماین پاکۍ چارې تمویل نه شي، په افغانستان کې به د ۳،۴ میلیونه وګړو ژوند له خطر سره مخ شي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ځمکنیو ماینونو او د جګړې له پاتې شونو ناچاودو توکو ډک دی، چې په دغه هېواد کې د بیارغونې او ثبات د پام وړ خنډ ګرځي.
د اوچا په راپور کې دا هم راغلي چې په ټول افغانستان کې ۱.۲ میلیونه مربع متره ځمکه د ځمکنیو ماینونو، چاودېدونکو توکو او د جګړې له پاتې شونو ککړه شوې ده.
اوچا وويل، چې د افغانستان په ککړو ځمکو کې ٢٦٢ ولسوالۍ شاملې دي، چې تعليمي ادارو او د اوبو سرچينو ته نږدې سيمې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو پیښو یو مهم عامل په افغانستان کې له کورنیو څخه د پیسو ګټلو په موخه د فلزي ټوکرونو راټولول ګڼي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، د دغو پېښو ۸۸ سلنه په تېر کال کې له جګړو څخه د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
د مطلب کود: 293977