د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن سهار په کابل کې د "کار ملي غونډې" د جوړېدو څخه خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه غونډه په هېواد کې د بې کارۍ د عواملو د څېړلو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هدف د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د اسد ۲ مه) په کابل کې د کار ملي غونډه د جوړیدو خبر ورکړ. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه په هېواد کې د بې کارۍ د عواملو د څېړلو او د کار د زمينې د برابرولو په موخه د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې په یوه هېواد کې تر امنیت وروسته د ودې او پرمختګ دوهم اصل د هېوادوالو لپاره د کاري چاپېریال رامنځته کول دي.