کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د کارموندنې په موخه د کار ملي غونډه ترسره شوه

2 اسد 1403 ساعت 10:09

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن سهار په کابل کې د "کار ملي غونډې" د جوړېدو څخه خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه غونډه په هېواد کې د بې کارۍ د عواملو د څېړلو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هدف د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه.


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د اسد ۲ مه) په کابل کې د کار ملي غونډه د جوړیدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه په هېواد کې د بې کارۍ د عواملو د څېړلو او د کار د زمينې د برابرولو په موخه د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په یوه هېواد کې تر امنیت وروسته د ودې او پرمختګ دوهم اصل د هېوادوالو لپاره د کاري چاپېریال رامنځته کول دي.


د مطلب کود: 293990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293990/په-هیواد-کې-د-کارموندنې-موخه-کار-ملي-غونډه-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com