کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه د هوايي پلونو د ډیزاین په برخه کې د کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي

2 اسد 1403 ساعت 9:17

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، د "ټيکا ترکي" موسسه په کابل ښار کې د هوايي پلونو د ډيزاين په برخه کې له دغه سازمان سره همکاري کوي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د پلان او پراختیا آمر صدرالدین تاجک د ترکیې د تیکا موسسۍ له رئیس فضل اکین اردوغان سره په ښار کې د هواېي پلونو د ډیزاین په اړه خبرې وکړې. 

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مرستیال وویل، د ټیکا انسټیټیوټ د هواېي پلونو د ډیزاین او هغه پوړ چې په پلان کې شامل دی، همکاري ته اړتیا لري.

د تكا د دفتر رئيس ژمنه وكړه، چې د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د كابل ښاروالۍ د ښاري تاسيساتو په جوړولو كې به همكاري وكړي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې د پلازمېنې په بېلا بېلو برخو کې د پلونو جوړول پيل کړي.


د مطلب کود: 293979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293979/ترکیه-د-هوايي-پلونو-ډیزاین-په-برخه-کې-کابل-ښاروالۍ-سره-همکاري-کوي

آوا
  https://www.avapress.com