په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په تر ټولو لویې پوځي اډې «بګرام» باندې راکټي بریدونه شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» هم پېښه مني او په خبره یې، پنځه شارټي مرمۍ چې په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای شوې وې، د بګرام پر هوايي ډګر باندې توغول شوې.
د ارین په خبره، برید بګرام ته څېرمه له «قلعچه» نومي سیمې شوی خو تلفات نلري.