دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 301377
له افغان حکومت سره د اړیکو پر پراختیا د اسلامي همکاریو د سازمان او بریتانیا ټینګار
د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې د برتانیې له ځانګړي استازي سره د خلکو د ستونزو او د هېواد د ننګونو د هواري په موخه له اسلامي امارت سره د اړیکو د پراخولو په اړه غونډه او بحث کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخت، د افغانستان په چارو کې د بریتانیا له ځانګړي استازي انډي مک کوبري سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په جده ښار کې د اسلامي همکاريو د سازمان په مقر کې ترسره شوه، په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په چارو کې د افغانستان د ځانګړي استازي د وروستۍ غونډې پر مهمو موضوعاتو تمرکز وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دواړو لورو د اسلامي امارت له چارواکو سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ، تر څو د اقتصادي، بشري او بشري حقونو د لومړیتوبونو په ګډون له ګڼو ننګونو سره چې هېواد او خلک ورسره مخامخ دي، په اغېزمنه توګه حل شي."

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې اقتصادي بې ثباتي، د بشري ناورین مخ په زیاتیدو او د بشري حقونو په اړه اندیښنې د بیړنیو لومړیتوبونو په توګه مطرح شوې چې همغږي نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري.
https://avapress.net/vdcguq9wuak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته