دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 301337
په بغلان کې د سیلاب ځپلو لپاره د ۵۵ کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د سېلاب ځپلو لپاره د ۵۵ کورونو د جوړولو چارې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سوداګرو او صرافانو له خوا بشپړې شوې او د سند ایالت په منظورۍ سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د بورکې ولسوال مولوي دبیر وايي، دغه کورونه دوه خونې، پخلنځي، تشناب او نور ضروري ملحقات لري چې د سوداګرو او صرافانو له خوا د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. د زمان خېلو قوم سېلاب ځپلو ته د دې ولسوالۍ د جرخشک سيمه له اسنادو سره يو ځای وسپارل شوه.

د بورکې ولسوال د دې ولسوالۍ له سوداګرو او صرافانو مننه وکړه او له نورو مرستندويه موسسو او دولت څخه يې وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د نورو سېلاب ځپلو لپاره سرپناه جوړه کړي.

د زمانخېلو د قوم استازی مولوي شمس الدين وايي، چې د يادو کورونو په جوړېدو ۷۹ ورځې وخت نيولی او په بشپړېدو سره يې د ۵۵ سېلاب ځپلو کورنيو ستونزې د سرپناه د نشتوالي له امله لرې شوې دي.
https://avapress.net/vdcc1sq1m2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته