افغان غږ خبری آژانس: د هرات د فواید عامې رئیس شیخ عزیز الرحمن مهاجر وايي، یوې کورنۍ غوښتل چې یوه پنځلس کلنه نجلۍ د هغې د خوښې خلاف له یوه ۸۰ کلن سړي سره واده کړي ادارې د دې ادارې د چارواکو له خوا د هغې د واده کولو مخه ونیوله.
ده زياته کړه: د نجلۍ له کورنۍ څخه ژمنه شوې وه چې بيا به دغه ډول عمل نه کوي.
شیخ مہاجر همداراز څرګنده کړه: د امربامعروف او نهی منکر اداره د ښځو شرعی حقوقو ته ژمنه ده او هیچا ته اجازه نه ورکوی چې د ښځو شرعی حقونه تر پښو لاندې کړی.
د هرات ولايت سرپرست هم تېره اوونۍ په هرات ښار کې د دوو توکمونو ترمنځ د دښمنۍ د پاى ته رسېدو په خاطر د ودونو د مخنيوي خبر ورکړ او وايي چې د دې ادارې مسوولينو له دواړو قومونو وغوښتل چې له دغه ډول ودونو ډډه وکړي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه، چې د ښځو د حقونو لکه میراث، اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د عامه ساتنې معینیت او له ځورونې سره د مبارزې ریاست مسوولین هره ورځ د دوی ستونزې او شکایتونه اوري.