افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې دغه کسان له ۱۵ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې د پېښور په زندان کې وو.
د مهاجرینو وزارت وايي، دغه کسان د انټرپول پولیسو له خوا خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خوشې شوي بندیان د تورخم په بندر کې تر ثبت وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم لسګونه افغان بنديان چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې بنديان وو، خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.