کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشي شول

6 قوس 1403 ساعت 14:32

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان د پېښور له زندانه ۱۴ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې دغه کسان له ۱۵ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې د پېښور په زندان کې وو. 
د مهاجرینو وزارت وايي، دغه کسان د انټرپول پولیسو له خوا خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خوشې شوي بندیان د تورخم په بندر کې تر ثبت وروسته د مهاجرت نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
 د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم لسګونه افغان بنديان چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په پاکستان کې بنديان وو، خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 301317

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301317/د-پاکستان-له-زندانونو-۱۴-افغان-بندیان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.net