افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د والیبال فدراسیون له خوا د دایکنډي ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې. د دې ولسوالۍ د ځينو برخو سيالۍ نن (سه شنبه، د قوس ۶مه، ۱۴۰۳) د دې ولسوالۍ په مرکز کې د سپورت په ډګر کې پيل شوې.
د چارواکو په وینا دغه سیالۍ به دوه اونۍ دوام وکړي.
د دې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د بهار ازادي لوبډلې د ۳ صفر په مقابل کې د کتیر رشتوي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دايکنډي د بدني روزنې او ورزش رياست مسوولين وايي، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو يې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په ځوانانو کې د ورزش وده کول دي.