دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 301379
په کندز کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د پخولو کار پیل شو
د کندوز ښاروال وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د کانکریټي کولو او بیارغونې چارې پیل کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس وايي چې په دې پروژه کې د کندز ښار په لومړۍ، دوهمه او دریمه ناحیو کې د ۵۰۰ متره سړکونو کانکریټي او د ۳۱۵ متره سړکونو رغول شامل دي.

هغه زیاته کړه: د کندز ښاروالۍ سکتوري او تخنیکي بورډ به د دې پروژې د تطبیق بېلابېل پړاوونه کنټرول او وڅاري، ترڅو د پروژې کارونه په سمه او معیاري ډول پلي شي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په اکس پاڼه کې د کابل ښاروالۍ لخوا د پلازمینې ښار د بیارغونې او عصري کولو ویډیو په خپرولو سره د نورو ولایتونو له ښاروالانو څخه غوښتي وو چې د کابل ښاروالۍ دې خپله نمونه وګرځوي.
https://avapress.net/vdciyzap3t1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته