کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د پخولو کار پیل شو

7 قوس 1403 ساعت 10:21

د کندوز ښاروال وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د کانکریټي کولو او بیارغونې چارې پیل کړې دي.


آوا - کابل: د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس وايي چې په دې پروژه کې د کندز ښار په لومړۍ، دوهمه او دریمه ناحیو کې د ۵۰۰ متره سړکونو کانکریټي او د ۳۱۵ متره سړکونو رغول شامل دي.

هغه زیاته کړه: د کندز ښاروالۍ سکتوري او تخنیکي بورډ به د دې پروژې د تطبیق بېلابېل پړاوونه کنټرول او وڅاري، ترڅو د پروژې کارونه په سمه او معیاري ډول پلي شي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په اکس پاڼه کې د کابل ښاروالۍ لخوا د پلازمینې ښار د بیارغونې او عصري کولو ویډیو په خپرولو سره د نورو ولایتونو له ښاروالانو څخه غوښتي وو چې د کابل ښاروالۍ دې خپله نمونه وګرځوي.


د مطلب کود: 301379

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301379/په-کندز-کې-د-څلور-میلیونه-افغانیو-لګښت-سړکونو-پخولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net