دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 301378
په لوګر کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په مرکز کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس شیخ محمد قاسم رشید ویلي چې د اوبو رسولو دغه شبکه د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا د لوګر د بیدک پول په کلي کې د یونیسف په مالي مرسته د یو کال په موده کې د ساینس مرکز جوړ شو.
هغه زیاته کړه، د اوبو رسولو په دې شبکه کې یوه ژوره څاه، ۱۵ سولر تختې، د ۳۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو زېرمه، ۵۷۳۱ متره پایپونه، ۷۲ د کور دننه نلونه او نور اړین ملحقات شامل دي.
د ده د څرګندونو له مخې: د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو لګښت پنځه ميليونه افغانۍ شوى دى.
همدارنګه د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور په خپلو خبرو کې د اوبو رسولو د دې شبکې جوړېدل د بیدک کلي د اوسېدونکو د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې یو ښه ګام وباله او له همکارو بنسټونو یې وغوښتل چې په راتلونکي کې به د دې ولایت په اړمنو سیمو کې دا ډول پروژې پلي کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې وې.
https://avapress.net/vdchqznx623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته