افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له خوا د روغتیا د نړیوال سازمان، GAVI او یونیسف له چارواکو سره د انلاین ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت وايي، په دې ناسته کې د واکسیناسیون د ملي پروګرام د پیاوړتیا، د موثریت پر زیاتوالي، په دې برخه کې د همکارانو د ګډې همغږۍ او د واکسین د عمومي پوښښ د پراخولو په اړه خبرې وشوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د واکسیناسیون رول د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن وباله او د دغه وزارت د واکسیناسیون له ریاست څخه یې وغوښتل، چې په خپلو فعالیتونو کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصول مراعات کړي.
خبرپاڼه کاږي چې ښاغلي جلالي وویل چې د عامې روغتیا وزارت د راتلونکي کال بودیجه د شري ناروغۍ لپاره په پام کې نیولې چې پر اساس به یې په ټول هېواد کې د شري د واکسین کمپاین پیل شي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ له امله ګڼ شمېر ماشومان مري.