کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راتلونکی کال به په ټول هیواد کې د شري واکسین تطبیق شي

7 قوس 1403 ساعت 12:13

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له مسوولینو سره په انلاین ناسته کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د راتلونکي کال بودیجه د شري ناروغۍ لپاره په پام کې نیولې، چې پر اساس به یې د خلکو د شري واکسین کمپاین پیل شي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له خوا د روغتیا د نړیوال سازمان، GAVI او یونیسف له چارواکو سره د انلاین ناستې د جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت وايي، په دې ناسته کې د واکسیناسیون د ملي پروګرام د پیاوړتیا، د موثریت پر زیاتوالي، په دې برخه کې د همکارانو د ګډې همغږۍ او د واکسین د عمومي پوښښ د پراخولو په اړه خبرې وشوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د واکسیناسیون رول د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن وباله او د دغه وزارت د واکسیناسیون له ریاست څخه یې وغوښتل، چې په خپلو فعالیتونو کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصول مراعات کړي.

خبرپاڼه کاږي چې ښاغلي جلالي وویل چې د عامې روغتیا وزارت د راتلونکي کال بودیجه د شري ناروغۍ لپاره په پام کې نیولې چې پر اساس به یې په ټول هېواد کې د شري د واکسین کمپاین پیل شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ له امله ګڼ شمېر ماشومان مري.


د مطلب کود: 301393

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301393/راتلونکی-کال-په-ټول-هیواد-کې-د-شري-واکسین-تطبیق-شي

آوا
  https://www.avapress.net