افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۵ مه) د ORCD موسسې په معلولینو، امیندوارو او اړمنو ښځو ژمنۍ کمپلې وویشل.
خبرپاڼه کاږي، چې د دغه پروګرام موخه د ژمي په موسم کې له اميندوارو، معيوبو او اړمنو مېرمنو ملاتړ او له يخنۍ څخه د هغوى ساتنه ده.
له بلې خوا د دغه بهیر ګټه اخیستونکو وویل: موږ د حکومت او د هغې د همکارې موسسې دغه اقدام ستایو ځکه چې د ژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږو.
د يادونې وړ ده، چې چهاربولک د هېواد په شمال کې د بلخ ولايت يوه له محرومو ولسواليو څخه ده.